د چین حکومت یو ځل بیا د امریکا متحده ایالاتو تورن کړي چې د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او ټینګار یې کړی چې تایوان د چین نهبېلېدونکې برخه ده.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي:
»امریکا باید د یو چین له اصل څخه سرغړونه ونکړي، له تایوان سره رسمي اړیکې بندې کړي او د چین په کورنیو چارو کې له مداخلې لاس واخلي. «
یادې څرګندونې وروسته له هغې شوې دي چې د امریکا یو شمېر لوړپوړو چارواکو په وروستیو کې د تایوان له چارواکو سره لیدنې ترسره کړې او د امنیتي همکاریو ژمنې یې تازه کړې دي. چین دا اقدام د خپل ملي حاکمیت پر ضد بولي او کلک مخالفت یې کړی دی.
چین، تایوان د خپلې خاورې یوه نهبېلېدونکې برخه ګڼي، که څه هم تایوان له ۱۹۴۹م کال راهیسې خپله جلا اداره لري او د ډېموکراتیکو ارزښتونو درناوی کوي.
واشنګټن له تایوان سره نه یوازې امنیتي همکاري لري، بلکې وسلې هم پلوري، چې دا کار بیجینګ “پارونکی” عمل ګڼي.




























