د پاکستان د پوځ رسنیز دفتر (ISPR) خبر ورکړی چې د پنجشنبې په ورځ د بلوچستان ایالت د مستونګ ولسوالۍ په یوه سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره شوي دي، چې په ترڅ کې یې یو پوځي افسر او یو عسکر وژل شوي دي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، پوځ د وسلهوالو یوه ډله هدف ګرځولې او د نښتې په پایله کې درې وسلهوال هم وژل شوي دي. د پوځ د ادعا له مخې، دغه وسلهوال د ترهګرو ډلو سره تړاو درلود او په سیمه کې د تاوتریخوالي د پلانونو برخه و.
خبرپاڼه زیاتوي چې عملیات لا هم روان دي، څو نور احتمالي پټنځایونه وپلټل شي. تر دې دمه د وژل شویو وسلهوالو هویت یا د دوی د ډلې نوم نه دی افشا شوی.
بلوچستان، چې له اوږدې مودې راهیسې د ناامنۍ او بېلتونپالو ډلو د فعالیتونو شاهد دی، وخت ناوخت د پوځ لهخوا د ورته عملیاتو ډګر ګرځي.




































