د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مېدوېدېف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې توند غبرګون ښودلی. هغه پر خپل ایکس لیکلي:
»ټرمپ باید دا درک کړي چې روسیه نه اسراییل دی او نه ایران. له روسیې سره د اولتیماتوم لوبه، د جګړې پر لور ګام دی. «
مېدوېدېف خبرداری ورکړی چې هر ډول اولتیماتوم ته به جدي غبرګون وښيي او دا کار د یوه لوی نړیوال بحران لامل کېدلی شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ډونالډ ټرمپ برېتانیا ته د سفر پر مهال ویلي و، له ولادیمیر پوتین څخه نهیلي شوی دی او هغه ۵۰ ورځنی ضربالاجل به راکم کړي، کوم چې یې د اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو لپاره ټاکلی و. ټرمپ د سکاټلنډ له سفر وروسته ویلي:
»په اوکراین کې د سولې لپاره هېڅ پرمختګ نه تر سترګو کېږي؛ نو زه به نور ډېر انتظار ونه کړم. دا ضربالاجل به ۱۰ یا ۱۲ ورځو ته راکم کړم«.
ټرمپ دا څرګندونې د برېتانیا له لومړي وزیر سره د لیدنې پر مهال وکړې، چې د نړیوالو رسنیو پام یې ځان ته راواړاوه.


























