د الجزیرې د راپور له مخې، په غزه کې د اسراییلي بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر اوس ۵۸ زرو ته رسېدلی، چې پکې ښځې، ماشومان، او روغتیايي کارکوونکي شامل دي.
راپور زیاتوي، چې یوازې د یکشنبې په ورځ نږدې ۱۰۰ کسان وژل شوي، چې په هغوی کې یو پیژندل شوی ډاکټر احمد قندیل هم شامل دی.
د معلوماتو له مخې، یو هوایي برید د غزې ښار پر مرکزي بازار ترسره شوی، چې ګڼ کسان پکې ژوبل شوي دي. بل برید بیا د نوسیراط کمپ پر یوې سیمې شوی، چې لږ تر لږه لس هغه ماشومان یې وژلي، چې د اوبو اخیستو لپاره په کتار کې ولاړ وو.
د غزې سیمه ییز چارواکي اسراییلي ځواکونه تورنوي، چې د مرستو وېش پر ځایونو قصدي بریدونه کوي. هغوی دا وضعیت «نسل وژنه» بللی او وایي، چې یوازې له مې میاشتې راهیسې د مرستو ترلاسه کولو پر مهال تر ۸۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.
غزه دا مهال د سختو بشري ستونزو سره مخ ده. د اوبو، خوړو، او سون توکو کمښت خلک اړ کړي، چې د ژوند له خطر سره سره د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره اوږده مزلونه وکړي.
























