د پاکستان د پنجاب ایالت په بېلابېلو سیمو کې د یکشنبې په ورځ د سخت باران، تندر او تېز باد له امله لږ تر لږه ۸ کسان مړه شوي او ۲۷ تنه نور ټپیان دي. چارواکي وایي چې دا مرګژوبله د دیوالونو، چتونو، برېښنایي شارټۍ او د اعلاناتي لوحو د راپریوتو له امله رامنځته شوې ده.
تر ټولو جدي پېښه د لاهور ښار په شریفپورې احمد ټاون سیمه کې شوې، چیرې چې یو خامه کور د باد او باران له امله نړېدلی دی. په دې پېښه کې یوه ۲۵ کلنه مېرمن له خپلې اووه میاشتنۍ ماشومې سره ځای پر ځای مړې شوې ده، او د دوی ۴۵ کلن خاوند ټپي شوی دی.
پېښې زیاتره د ودانیو د سقوط او د برېښنا د تخنیکي ستونزو له امله رامنځته شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې موسمي ادارو خبرداری ورکړی، چې په راتلونکو ۲۴–۴۸ ساعتونو کې د بارانونو دوام اټکل شوی، او خلک دې د احتیاط څخه کار واخلي، په ځانګړي ډول هغو سیمو کې چې خامې ودانۍ او زړې رغونې لري.























