د ایران د خراسان رضوي ولایت د تایباد ښار والي، حسین جمشیدي، ویلي چې په تېره اونۍ کې له ۹۵ زره زیات افغان کډوال چې اسناد نهلري، د ایران په بېلابېلو ولایتونو په نښه شوي او د دوغارون سرحدي دروازې له لارې افغانستان ته ایستل شوي دي.
ښاغلي جمشیدي زیاته کړه، چې دا کډوال د ایران په ۱۱ ولایتونو کې پېژندل شوي او له “قانوني مراحلو” وروسته ایستل کېږي. د ده په وینا، هره ورځ شاوخوا ۲۵۰ بسونه افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته انتقالوي.
تایباد والي ادعا کړې چې له ۹۰ سلنې زیات دغه افغانان په خپله خوښه له ایرانه وتلي دي، خو د بشري حقونو سازمانونه او د کډوالو د ملاتړ ادارې د افغان کډوالو پر جبري ایستلو اندېښنه ښيي.




























