د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې له ایران سره د روان امنیتي وضعیت له امله دې له دغه هېواد ته د سفر کولو څخه په جدي ډول ډډه وکړي. دغه خبرداری د جمعې په ورځ د یاد وزارت له لوري پر ایکس خپور شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ایران حکومت بهرني وګړي، په ځانګړې توګه امریکایان، د شکګمان، تعقیب، او امنیتي تعزیراتو له لارې له جدي ګواښ سره مخ کولی شي. له همدې امله، هغو کسانو ته چې غواړي ایران ته سفر وکړي، سپارښتنه شوې چې خپل تصمیم له سره وارزوي.
دا خبرداری په داسې حال کې خپرېږي چې د امریکا حکومت وړاندې هم ایران، روسیه، سوریه، او یو شمېر نور هېوادونه د «لوړ خطر لرونکو سیمو» په توګه یاد کړي وو. خو د ایران اوسنی وضعیت، د امریکایي چارواکو په وینا، د بهرنیانو لپاره بېساری امنیتي تهدید رامنځته کړی دی.
د امریکا دغه اعلامیه وروسته له هغې خپرېږي، چې ایران او اسراییل ترمنځ د تازه شخړو له امله سیمهییز حالت کړکېچن شوی. په دې منځ کې، د بهرنیو اتباعو نیول، ورباندې د جاسوسۍ تورونه او د دپلوماتیکو اړیکو خرابوالی، د امریکا لپاره د اندېښنې اصلي سرچینې بلل شوې دي.
























