د امریکا د ایډاهو ایالت په شمالي سیمه کې د اور وژنې پر کارکوونکو ډزې شوې دي، چې له امله یې دوه تنه وژل شوي دي. امریکايي رسنۍ وايي، دا پېښه پرون هغه مهال رامنځته شوې، چې اور وژونکي د یوه ځنګلي اور د مهارولو هڅه کوله.
پولیسو تایید کړې، چې تر اوسه د بریدګر یا بریدګرو هویت نه دی مالوم شوی او د پېښې د څېړنو لپاره ځانګړی تحقیقاتي ټیم ګمارل شوی دی.
یاد برید د عامو خلکو او د اور وژنې ټولنو لخوا غندل شوی، او له فدرالي ادارو غوښتنه شوې چې د پېښې عاملین ژر تر ژره ونیسي او عدالت ته یې وسپاري.















