د روسیې د کمچاتکا سیمې ختیځ ساحل ته نږدې ۷.۴ درجې زوروره زلزله راغلې، چې ژوروالی یې ۳۹.۵ کیلومتره ثبت شوی دی.
د ارام سمندر د سونامي مرکز ویلي، د دې زلزلې له امله د سونامي احتمالي ګواښ شته. د زلزلې د زیانونو په اړه تر اوسه رسمي راپور نه دی ورکړل شوی.
جاپان، چې د کمچاتکا ټاپووزمې سوېل لوېدیځ ته پروت دی، د خپل هوایي پېژندنې ادارې له لارې خبر ورکړی چې په دې سیمه کې د سونامي ګواښ نه شته.
شنونکي وایي، د کمچاتکا سیمه د زلزلو په اړه ډېره فعاله ده او د دې ډول زلزلو څارنه د سونامي د احتمالي خطرونو د کمولو لپاره خورا مهمه ده.








































