د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وايي، اسلاماباد هڅه کوي چې له افغانستان سره د رېلپټلۍ، سوداګرۍ او ټرانسپورټ له لارې د سیمې د نښلولو ستراتیژي پیاوړې کړي. نوموړي دغه څرګندونې په نیویارک کې د پاکستاني ټولنې لپاره په یوې ځانګړې غونډه کې وکړې.ډار وویل، چې د پاکستان، افغانستان او ازبکستان ترمنځ د یوه درېاړخیز تفاهم پر بنسټ، ټاکل شوې چې له ترمز بندر څخه تر کراچۍ بندر پورې د افغانستان له لارې یوه مهمه رېلي پروژه عملي شي. دا پروژه به د مزارشریف، لوګر، خېبر پښتونخوا له لارې منځنۍ آسیا د پاکستان له بندرونو سره ونښلوي.
د پاکستاني چارواکو په وینا، د دې پروژې موخه دا ده چې د افغانستان لپاره ترانزیتي عواید، کارموندنه او سیمهییز اقتصاد ته وده ورکړي. همداراز، دا نوښت به د افغانستان موقعیت د یو مهم اقتصادي هب یا نښلوونکې حلقې په توګه لا زیات ارزښتمن کړي.
اسحاق ډار زیاته کړې، چې پاکستان له اسلامي امارت سره د امنیت په برخه کې هم کار کوي او هغوی ته یې سپارښتنه کړې چې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) د فعالیتونو مخه ونیسي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې دا پروژه به یوازې یو ترانسپورتي ابتکار نه وي، بلکې له هغې سره به د ټولې سیمې لپاره ثبات، پانګونه او دندې هم رامنځته شي:
د درېاړخیزې رېلي پروژې تطبیق نه یوازې د افغانستان لپاره یو اقتصادي فرصت بلل کېږي، بلکې دا به د ټولې آسیا د نښلولو، ثبات او پرمختګ لپاره هم یو ستراتیژیک ګام وي. اسحاق ډار څرګنده کړه، که طالبان د امنیتي ژمنو عملي ضمانت ورکړي، نو دا پروژه به د سیمې لپاره د یو نوي اقتصادي باب پیل وي.




























