د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، د دغه هېواد اټومي سولهییز پروګرام د کلونو اوږده هڅو، زحمت، وینو او قربانیو پایله ده او دا یوه داسې ټکنالوژي ده چې د بمباریو له لارې یې له منځه وړل ناممکن دي.
عراقچي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په خپل اېکس کې کړي او زیاته کړې یې ده، چې ایران د خپلو نویو اټومي راکټورونو د سون توکو برابرولو لپاره د یورانیمو غني کولو ته اړتیا لري.
“موږ خپل اټومي پروګرام ندی پیرلی؛ دا مو د خولو، وینو او قربانیو په بدل کې ترلاسه کړی دی. هغه پوهه او تخنیکي وړتیا چې زموږ د انساني سرچینو له لوري رامنځته شوې، له منځه وړلیې د بمباریو کار نه دی.”
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ومنله چې د هېواد د یورانیمو د غني کولو ځینې تاسیسات زیانمن شوي، خو ټینګار یې وکړ چې د ایران اراده او عزم نه دی کمزوری شوی.
عراقچي وویل، که چیرې د امریکا یا اسراییل له لوري بریدونه تکرار شي، ایران به داسې ځواب ورکړي، چې بیا به یې پټ ساتل ناشونی وي:
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې هېواد یې هیڅکله خپل سولهییز اټومي نوښتونه د بهرني فشار یا زور له امله نه درېږي:






















