د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي مرستیال، ډاکټر ملا زینالعابدین عابد، د یوه پنځه کسیز پلاوي په مشرۍ د اندونیزیا هېواد ته رسمي سفر کړی دی.
د سفر پر مهال پلاوي د اندونیزیا د اوبو او انرژۍ وزارت، د اقلیمي بدلون او د طبیعي پېښو د مدیریت وزارت (BNPB) او ځايي ټولنیزو پروګرامونو له مسوولینو سره کتلي دي. افغان پلاوي د اوبو سرچینو مدیریت، د اوبو لګولو اتومات سیستمونه، د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومت مرکزونه، د پېښو پر وړاندې د چمتووالي میکانیزمونه او عاجل عملیاتي سیستمونه له نږدې وڅېړل.
همدارنګه، پلاوي د اندونیزیا د مالیې وزارت، د اسلامي بانکدارۍ کوپراتیفونو او د BMT (Baitul Maal wa Tamwil) ادارو فعالیتونه وارزول او د ګډو تجربو شریکولو فرصتونه یې تر بحث لاندې ونیول.
. ورغلي پلاوي د Monas ملي یادګار، د استقلال جامع جومات او ځینو نورو تاریخي او مذهبي ځایونو لېدنه هم وکړه او د اندونیزیا له علمای کرامو سره یې د همکارۍ پر پراختیا خبرې وکړې.








































