د غزې د روغتیا وزارت د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اسراییلي بریدونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر تر ۶۰ زرو واوښت، او شاوخوا ۱۴۵ زره تنه نور ټپیان شوي دي.
د وزارت په وینا، د قربانیانو لویه برخه ښځې او ماشومان دي، چې دا وضعیت لا پسې اندېښمن کړی دی.
سره له دې چې د نړیوالو ټولنو له خوا د اوربند او بشري مرستو غوښتنې دوام لري، لا هم تاوتریخوالی په غزه کې روان دی. هره ورځ د نوې مرګژوبلې راپورونه خپرېږي، او د بشري بحران کچه مخ په زیاتېدو ده.
د نړیوالو مرستندویو ادارو له خوا پر جګړه کوونکو غاړو غږ شوی چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي او عاجله اوربند ته لاره هواره کړي.




























