د غزې روغتیايي چارواکو تازه تایید کړې چې د قحطۍ، خوارځواکۍ او شدیدې لوږې له امله د پنجشنبې په ورځ څلور نور کسان، چې دوه یې ماشومان دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. له دې سره په غزه کې د لوږې له امله د قربانیانو شمېر ۱۹۷ تنو ته رسېدلی دی.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د اسراییل لهخوا د غزې دوامداره محاصره، درندې بمبارۍ او د مرستو مخنیوی د دې لامل شوی چې په سیمه کې یو ژور بشري ناورین رامنځته شي.
په سیمه کې د خوراکي توکو، پاکو اوبو او اساسي دواګانو شدید کمښت، ګڼ خلک له فزیکي وږې او خوارځواکۍ سره مخ کړي دي. هغه اندک مرستې چې د هوا له لارې راپرېوځي یا په محدودو مرکزونو کې وېشل کېږي، هم ډېری وخت د بریدونو او ګډوډیو ښکار کېږي.
روغتیايي چارواکي وايي چې دا وضعیت “یو انسان جوړ قحطي” بلل کېږي، او که نړیواله ټولنه بېړنی اقدام ونهکړي، دا به لا زیات بشري ناورین وزېږوي. دوی له ملګرو ملتونو، اسلامي هېوادونو او بشري بنسټونو غوښتي چې د غزې خلکو ته عاجلې، مؤثرې او خوندې مرستې ورسوي.






























