د اسراییلو کابینې د دغه هېواد د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هغه نظامي طرحه تصویب کړه، چې له مخې به یې د غزې ښار د بشپړ نیولو عملیات پیل شي. د دې پلان موخه، د نتنیاهو په وینا، د حماس غورځنګ له منځه وړل او د اسراییلو لپاره یو “امنیتي کمربند” جوړول دي.د راپورونو له مخې، تمه ده چې د عملیاتو پیل د اکتوبر په ۷مه وشي او دا به څو میاشتې دوام وکړي.
د تصویب شوې طرحې له مخې، اسراییلي ځواکونه به شاوخوا یو میلیون فلسطینیانو ته د غزې د پرېښودو امر ورکړي، څو د عملیاتو ساحه “خالي” کړي. دا اقدام د پراخو بشري اندېښنو او نړیوال غبرګون لامل ګرځېدلی دی.
نتنیاهو ویلي چې، د وضعیت تر ارامېدو وروسته، اسراییلي ځواکونه به له غزې وځي او دا سیمه به بېرته فلسطیني ادارو ته وسپارل شي. خو د دې اقدام څرنګوالی او شفافیت لاهم ناپېژندل شوی دی.
د دې عملیاتو په اړه لا تر اوسه د نړیوالو بشري او سیاسي بنسټونو غبرګون نهدی خپور شوی، خو تمه ده چې د فلسطینیانو پراخه بېځایه کېدل به له نړیوالو قوانینو او بشري اصولو سره جدي پوښتنې راولاړې کړي.




















