د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو، مارکو روبیو او اسحاق ډار، د تېرو درې ورځو په ترڅ کې د دوهم ځل لپاره خبري کړی او د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګریزو تعرفو، سیمهییز وضعیت، او نړیوالو مسایلو بحث کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو وزیرانو د ګډې علاقې وړ مهمو موضوعاتو، د سوداګرۍ، پانګونې، کرنې، ټکنالوژۍ، او معدني منابعو پر پراخولو ټینګار کړی دی.
اسحاق ډار، چې تېره اوونۍ یې له خپل امریکایي سیال مارکو روبیو سره په امریکا کې سره ولیدل، څرګنده کړه، چې پاکستان له امریکا سره د یوه پراخ، باثباته او دوامداره مشارکت غوښتونکی دی.په یادو خبرو کې د دواړو لوریو ترمنځ د ترهګرۍ ضد همکارۍ، د سولې د هڅو، او د سیمهییزو بدلونونو د اغېزو په اړه هم سلا مشورې شوې دي.
که څه هم له څو کلونو راهیسې د واشنګټن او اسلاماباد ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې وې، خو د وروستیو اونیو پرمختګونه ښيي، چې دواړه خواوې غواړي دغه اړیکې بیا ورغوي.
یادې خبرې اترې داسې مهال کېږي، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ لوی درستیز مارشال عاصم منیر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مېلمه و.
همداراز، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته په واشنګټن کې د امریکایي چارواکو لخوا ځانګړی هرکلی شوی و.
ورپسې، یوه لوړپوړی امریکایي پوځي پلاوی هم پاکستان ته سفر کړی و، او د دغه سفر په لړ کې د پاکستان ولسمشر نوموړي امریکایي جنرال ته د هیواد عالي نظامي مډال هم ورکړ.
شنونکي باور لري، چې دا ډیپلوماتیک تماسونه ښيي چې امریکا او پاکستان هڅه کوي د یو نوي فصل پیل ته لاره هواره کړي، کوم چې به په سیمهییزو امنیتي، اقتصادي او ستراتیژیکو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ لا پراخې کړي.




































