د سوریې ولسمشر احمد الشرع ویلي چې هېواد یې د سیاسي مرستو او پورونو پر تکیه باور نه لري او د اقتصادي ستونزو اصلي حل لاره په دې کې ویني چې د پانګونې دروازې پرانیزي.
الشرع د یوې خبري ناستې پر مهال څرګنده کړه چې امریکا په سوریه کې د پانګونې لپاره لیوالتیا ښودلې او دمشق هم د دې فرصتونو د کارولو لپاره چمتو دی.
د سوریې ولسمشر ټینګار وکړ چې هېواد یې په چټک ډول د سیمې او نړیوالو هېوادونو سره خپلې اړیکې بېرته رغوي او د کورنیو ظرفیتونو د یو ځای کولو له لارې د اقتصادي پروژو د عملي کولو لپاره به د ګاونډیو هېوادونو تجربې هم وکاروي.
شنونکي وايي، سره له دې چې د سوریې پر وړاندې د امریکا او لوېدیځ بندیزونه لا هم پر ځای دي، خو د پانګونې لپاره د دروازو پرانیستل ښيي چې دمشق هڅه کوي له انزوا ووځي او په نړیوال اقتصادي ډګر کې خپل حضور بېرته پیاوړی کړي.
























