د اسټرالیا په بېلابېلو ښارونو کې لسګونه زره کسان د فلسطیني ولس د ملاتړ په موخه سړکونو ته راوتلي او د اسراییل پر ضد یې پراخ لاریونونه کړي دي.
لاریونوالو د اسراییل د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او د غزې له ولس سره یې د نړیوال ملاتړ ټینګار وکړ.
د لاریون تنظیموونکو د اسټرالیا له حکومته غوښتنه کړې، چې پر اسراییل بندیزونه ولګوي او دې هېواد ته د وسلو صادرات ودروي.


























