د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر، فیصل بن فرحان، د جمعې په ورځ له خپل ترکي، مصري او اروپايي سیالانو سره د غزې په جګړه، انساني کړاوونو د پای ته رسولو، او د اسراییلو د بشپړې نیونې پرېکړې د ناوړه پایلو په اړه خبرې کړې دي.
د اسراییلو د امنیتي کابینې دغه پرېکړه تر اوسه د ګڼو نړیوالو غبرګونونو او غندنې سره مخ شوې ده. د استرالیا، جرمني، ایټالیا، نوي زیلاند او بریټانیا بهرنیو چارو وزیرانو په یوې ګډې اعلامیې کې دا پرېکړه په کلکه رد کړې او یو ځل بیا یې د دواړو خپلواکو هېوادونو (فلسطین او اسراییل) د جوړېدو د حل لارې ملاتړ څرګند کړی، څو دواړه ملتونه په سولې، امنیت او عزت سره ژوند وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش، دا پرېکړه “ګواښونکی پرمختګ” بللی او خبرداری یې ورکړی چې ښايي د میلیونونو فلسطینیانو ژوند ته خطر پېښ کړي او د لا زیات انساني ناورین لامل شي.
د بخښنې نړیوال سازمان هم د اسراییلو پلان “ظالمانه، کرکچنه او د نړیوالو قوانینو خلاف” بللی او د هغې د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده. په ورته وخت کې، د حماس غورځنګ ویاند دا پرېکړه “جنگي جنایت” بللې او ویلي یې دي چې دا اقدام نه یوازې د نړیوالو قوانینو خلاف دی، بلکې د خپلو اسیرانو برخلیک ته د اسراییلي حکومت بې پروايي ښيي. حماس خبرداری ورکړی چې د غزې د بشپړې نیونې هڅه به د سیمې کړکېچ لا پسې زیات کړي






























