روغتیايي چارواکو د خیبر پښتونخوا ایالت د لکي مروت ولسوالۍ په سلیمانخېلو سیمه کې د ګوزڼ یوه نوې مثبته پېښه ثبت کړې، چې له امله یې یو پنځه میاشتنی ماشوم اغېزمن شوی دی.د عامې روغتیا وزارت سرچینې وايي چې دا تازه پېښه د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې په پاکستان کې د ګوزڼ ۱۹مه مثبته پېښه ده.
د چارواکو په وینا، د روان کال له ۱۹ پېښو څخه ۱۲ یوازې په خیبر پښتونخوا ایالت کې ثبت شوې دي، چې دا سیمه د ګوزڼ د ویروس لپاره تر ټولو لوړه درجه د خطر لرونکې ګڼل کېږي.
د روغتیایي ادارو د معلوماتو له مخې، د ګوزڼ ویروس لا هم د پاکستان په یو شمېر ناامنه او لیرې پرتو سیمو کې فعاله دی، چېرې چې د واکسین کمپاینونه له خنډونو سره مخ وي.






























