(کابل، جون ۲۰۲۵) — د چین د فلزاتو او انجینري شرکت (MCC) په افغانستان کې خپل فعالیتونه د کان کیندنې پرمختیا، مسلکي روزنې، بنسټیزو خدمتونو ښهوالي، او د انرژۍ نوښتونو له لارې پراخوي، دا ګامونه د افغانستان د پراختیايي موخو د ملاتړ لپاره د MCC د اوږدمهاله ژمنې او د سیمهییزې همکارۍ او دوامدار پرمختګ لپاره د ژمنتیا ښکارندويي کوي.
د کان خوندیتوب ته وده ورکول: د افغان کارکوونکو روزنه په چین کې
د MCC د کانونو د ستراتیژۍ بنسټیز اصل د عملیاتو خوندیتوب دیMCC د خپل کاري ځواک د پراختیا پلان په لړ کې ۷ تنه افغان کارکوونکي چین ته واستول تر څو د بیړني کان ژغورنې دوه اونیز روزنیز پروګرام کې برخه واخلي، چې د ۲۰۲۵ کال د جون له ۱۷مې تر ۳۰مې پورې، په بیجینګ کې ترسره شو، دا پروګرام د چین د بیړني مدیریت وزارت اړوند د نړیوالې تبادلې او همکارۍ مرکز (IECC) لخوا تنظیم شوی و او د ۲۶ پرمختګ کوونکو هیوادونو استازو پکې ګډون درلود.
د روزنې پر مهال، افغان ګډونوالو په واقعي بیړنیو حالاتو تمرینونه وکړل، د بېړنۍ ژغورنې ټکنالوجي وڅېړلې او د چین د کان خوندیتوب څار نظامونه یې وپیژندل، یاد پروګرام د رواني چمتووالي او ډلهییز کار مهموالي ته هم پاملرنه وکړه، ګډونوالو معاصرو ژغورنیزو مرکزونو او عملیاتي کانونو ته د سفر له لارې، د بیړنیو پېښو اداره کولو عملي تجربې ترلاسه کړې.
دا پروګرام نه یوازې د کارکوونکو تخنیکي پوهه زیاته کړه، بلکې نړیوالې ملګرتیاوې او مسلکي تبادله یې هم پیاوړې کړه، تمه ده چې افغان کارکوونکي د MCC په عینک پروژه کې خپل زده شوي مهارتونه پلي کړي او نورو ته یې هم ور زده کړي، چې له دې سره به د هېواد د نوې کان کیندنې صنعت ظرفیتونه نور هم پراخ شي.
چاپېریال ساتنه او د ځمکو د صحرايي کېدو پر ضد مبارزه
MCC د کان کیندنې او چاپېریالي خوندیتوب ترمنځ مهم تړاو درک کوي، د دې لپاره چې د سرچینو پراختیا له چاپېریالي مسؤلیت سره یوځای پرمخ ولاړه شي، د MCC افغان کارکوونکو د چین په داخلي منګولیا کرنیز پوهنتون کې د ۲۰۲۵ کال د جون له ۲مې تر ۲۲مې پورې، د خاورې ساتنې او د صحرايي کېدو د مخنیوي په پروګرام کې ګډون وکړ.
دا روزنه د خاورې انجینري، د دښتهیزو ایکوسیستمونو مدیریت، او دوامدارې ځمکنۍ پراختیا او پرمختللو تخنیکونو باندې تمرکز درلود.
یاده هڅه د چین د شنو ورېښمو لارې ستراتیژۍ یوه برخه ده، چې د «یو کمربند، یوه لار» د سیمهییزې همکاریو چوکاټ کې د چاپېریالي مشارکتونو پراختیا موخه لري، افغان کارکوونکي به له دې پروګرام سره د MCC د عینک کان او نورو ساحو د چاپېریال ساتنې فعالیتونو لپاره عملي او پلي کېدونکي مهارتونه ترلاسه کړي.
سترې بنسټیزې پروژې: د عینک کان ته د سړک جوړول
د ترانسپورټي زیربناوو پراختیا د هر ستر کان کیندنې پروژه کې حیاتي ارزښت لريMCC د همدې موخې لپاره، د ۲۰۲۴ کال په جولای میاشت کې د عینک کان ته د ۱۵ کیلومتره اوږد سړک د جوړولو کار پیل کړ دا پروژه دوه پړاونه لري د سړک لومړۍ برخه (۱.۵ کیلومتره) او یوه ۵۶ متره اوږده پله جوړول تر اوسه بشپړ شوي دي، دویمه برخه چې ۷.۴ کیلومتره اوږدوالی لري، نږدې بشپړ شوی او تمه ده په روانه جون میاشت کې پای ته ورسېږي.
یاد سړک د ۴۰ ټنه ظرفیت درلودونکو درنو موټرو لپاره ډیزاین شوی دی د سړک ټولیز عرض ۱۲ متره دی، چې دواړو غاړو ته ۱.۵ متره څنډې ورسره لري. دا پروژه د نړیوالو انجینري معیارونو مطابق جوړه شوې او د سل کلونو لپاره به د استفادې وړ وي.
په دې پروژه کې له ۳۰۰ زیات افغان کارکوونکي په کار بوخت دي دا نوې لاره به نه یوازې د MCC لوژستیکي عملیات اسانه کړي، بلکې نږدې میشتو خلکو ته به هم د آسانه تگ راتگ او د کار موندنې فرصتونه برابر کړي.
د باغدرې د برېښنا بند له لارې د انرژۍ خوندیتوب
د کان کیندنې او بنسټیزو خدماتو تر څنګ، MCC د باغدرې د برېښنا بند د پراختیا مشري هم کوي، یاد بند د کابل ختیځ ته شاوخوا ۵۰ کیلومتره واټن کې، د پروان ولایت په پنجشېر سیند باندې جوړېږي. د دې بند د بشپړېدو وروسته، تمه ده چې په کال کې میلیونونه کیلوواټه برېښنا تولید کړي، چې ټول نصب شوی ظرفیت یې ۲۳۹.۱ میګاواټه دی.
د یاد بند اساسي هدف دا دی چې د عینک کان ته دوامداره او پاکه انرژي برابر کړي، او اضافي برېښنا به د کابل برېښنا شبکې ته انتقال شي، چې لسګونه زره اوسېدونکي به ترې ګټه پورته کړي، د پروژې لومړني پړاوونه د جیولوجیکي سروېګانو، چاپېریالي ارزونو، سړک جوړونې، او د موقتي کمپونو جوړولو کارونه رانغاړي.
دا پروژه نه یوازې د وارداتي برېښنا پر وړاندې د افغانستان د خپلواکې انرژۍ ژمنتیا ښيي، بلکې د ځایي کار فرصتونه هم زیاتوي، د کلیوالو سیمو پانګونه هڅوي، او د دوامدار برېښنا تولید هڅې پیاوړې کوي، چې د هېواد د پراختیا له ملي موخو سره همغږي لري.
پایله: د عینک کان له نقشهکشي څخه تر پلي کېدو
د MCC فعالیتونه په افغانستان کې یوازې د مسو کان استخراج پورې محدود نه دي، دا شرکت د کانونو عملیات، حرفوي زدهکړې، بنسټیزو خدمتونو پانګونه، او د پاکې انرژۍ پراختیا سره، د افغانستان د اوږدمهاله اقتصادي ثبات لپاره هڅې کوي، د دوی څو اړخیزه طرزالعمل د ځایي ظرفیتونو پیاوړتیا، د ټکنالوجۍ لېږد او د چاپېریال ساتنې لپاره پوهاوي ته وده ورکوي.
MCC ژمن دی چې له افغان شریکانو سره خپلې همکارۍ پیاوړې کړي، او د سولې، سوکالۍ، او دوامدار پرمختګ بنسټ کېږدي دا پروژې نه یوازې اقتصادي فرصتونه څرګندوي، بلکې د سیمهییزې همکارۍ او دوه اړخیز درناوي یو ګډ لید هم وړاندې کوي.
په تېرو ۱۲ میاشتو کې، MCC د لومړنیو جیولوجیکي سروې ګانو او امکانسنجیو څخه، عملي پراختیا ته مخه کړې اوس مهال د کان کیندنې اساسي زیربناوو لکه د ځمکې هموارۍ، احاطوي دیوال، او د وسایلو او موادو لپاره صنعتي سیمې جوړېږي.
په همدې پړاو کې درانه وسایل او تخنیکي کارکوونکي هم ځای پر ځای کېږي دا عملي کارونه ښيي چې پروژه د کاغذي پلانونو له مرحلې، د واقعي تطبیق پړاو ته رسېدلې ده.
د عینک کان ارزښت یوازې د معدن استخراج نه دی، بلکې دا د یوه ستراتيژيکې ملي شتمنۍ په توګه لیدل کېږي، چې کولی شي د افغانستان اقتصادي بڼه بدله کړي، د تولید له پیل سره به دا پروژه د دولت لپاره ډېر زیات عواید په لاس راوړي او د هغې ار څنگ به نړیوال بازار ته مهم خام مواد برابر کړي تمه ده چې دا د صنعت پراخوالی لکه د خټینو، ترانسپورټي او تولیدي برخو د ودې لامل هم وګرځي او له همدې لارې به پراخ اقتصادي تاثیرات ولري.































