تلابیب – د اسراییل دفاعي ځواکونو شک څرګند کړی، چې نن سهار له ایران څخه توغول شوي لږ تر لږه یو بالستیک توغندی ښايي د کلاسټر بم ځانګړتیاوې لرلې وي. دا ډول توغندي معمولاً فرعي چاودېدونکي ګولۍ لري، چې یو هدف نه، بلکې پراخ ساحه تر اغېز لاندې راولي.
د اسراییلي ځواکونو په وینا، د مرکزي اسراییل د پلټنو پر مهال څو کوچنۍ چاودېدونکې ګولۍ موندل شوې، چې ښيي یاد توغندی د پرمختللې نظامي ټکنالوژۍ درلودونکی و.
ایران له دې وړاندې ادعا کړې وه، چې په واک کې یې داسې توغندي شته چې کولی شي جلا جلا هدفونه وولي او له فرعي چاودېدونکو ګولیو سره مجهز دي.





























