د کډوالو د حقونو یوه ملاتړي بنسټ «JAC» ویلي، چې له ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتې راهیسې، پاکستان شاوخوا ۱.۲ میلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته استولي دي، او درې میلیونه نور افغانان د شړل کېدو له جدي خطر سره مخامخ دي.
یاد بنسټ تازه په خپره شوې اعلامیه کې د پاکستان د حکومت له هغې پرېکړې ژوره اندېښنه ښودلې، چې له مخې یې د “پي او ار” (PoR) کارت لرونکي افغان کډوال هم د ایستلو هدف ګرځېدلي دي.
JAC د پاکستاني پولیسو لهخوا د افغان کډوالو نیونې، ځورونې او د استوګنې له ځایونو ویستل د نړیوالو بشري قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده. بنسټ له پاکستاني چارواکو غوښتي چې دا لړۍ ژر تر ژره بنده کړي او د بشري اصولو درناوی وکړي.
دغه بنسټ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر پاکستان دې فشار زیات کړي، تر څو له بشري حقونو سره سم د کډوالو مسئله حل کړي. همداراز، له مرستندویو ادارو هم غوښتنه شوې چې په افغانستان کې د راستنېدونکو کډوالو بیړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي، چې د افغانستان بل ګاونډی ایران هم د افغان کډوالو د شړلو لړۍ چټکه کړې ده. د راپورونو له مخې، د روان زېږدیز کال له پیله تر اوسه شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.




































