یو شمېر چینایي څېړونکو د چین، پاکستان او د افغانستان بهرنیو چارو وزیرانو وروستۍ درې اړخیزه ناسته «یو مثبت پرمختګ» بللې او ویلي یې دي چې دا خبرې اترې د ډېپلوماسۍ، سیاسي پرمختګونو او امنیتي همکاریو په برخه کې نوې لارې پرانېزي.
د چارهر انسټیټیوت څېړونکي پروفیسور چنګ شینهونګ ویلي، د غونډې پر مهال وړاندې شوې تګلاره د «ټکر پر ځای پرمختګ» اصل ته لاره هواروي او د بیا رغونې لپاره غوره نقشه ده.
په دغه ناسته کې درې واړو لوریو د ډېپلوماټیکو اړیکو د لوړېدو، د سوېلي اسیا د تاوتریخوالي د کمېدو او د پولو د شخړو د حل لپاره د ګډو هڅو اعلان وکړ. بیجېنګ ټینګار کړی چې د سیمې په چارو کې د «بهرنۍ لاسوهنې» مخالفت کوي او باید هېڅ هېواد د ګاونډیانو خاوره د بل د حاکمیت د کمزوري کولو لپاره ونه کاروي.
د معلوماتو له مخې، چین ژمنه کړې چې په څو اړخیزو ناستو کې به د اسلامي امارت ملاتړ کوي او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو لپاره به هم هڅې وکړي. همدارنګه درې واړه لوریو د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) د افغانستان شمال ته د غځېدو پر سر هوکړه کړې، چې په انرژۍ، ټرانزیټ او کرنیزو برخو تمرکز کوي.
امنیت د خبرو اترو اصلي موضوع وه او درې واړو هېوادونو د ترهګرۍ پر ضد د نږدې همکارۍ پرېکړه وکړه. چین ویلي، چې اسلامي امارت ته به پوځي اسانتیاوې او روزنه برابروي. د نشهیي توکو پر ضد مبارزه، د اقلیمي بدلون اړوند همکارۍ او د سیمه ییزو اړیکو پراختیا د دې غونډې نور ټکي وو.






















