پاکستان او بنګلهدېش د ۱۹۷۱ کال له وېشل کېدو وروسته له اوږدمهاله ترینګلتیا سره مخ پاتې شوي، خو دواړو لوریو تیره ورځ د خپلو اړیکو د پیاوړتیا او دوه اړخیزو سوداګریزو همکاریو د پراخولو پرېکړه وکړه.
دا هوکړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ډاکا سفر پر مهال شوې، چې له ۱۳ کلونو وروسته د بنګلهدېش ته د یوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي لومړنی رسمي سفر بلل کېږي.
د دواړو هېوادونو چارواکو په دې سفر کې د سوداګرۍ، اقتصاد او کلتوري تبادلو په برخو کې ۶ هوکړې او پروګرامونه لاسلیک کړي.
خو د بنګلهدېش چارواکي ټینګار کوي چې د ۱۹۷۱ کال د وېش پر مهال د پاکستاني پوځ له لوري د شویو «ظلمونو» موضوع لا پرانیستې پاتې ده او اسلاماباد باید د بښنې غوښتنه وکړي.
کارپوهان وايي، ګاونډی هېواد هند د پاکستان او بنګلهدېش د اړیکو پرمختګ له نږدې څاري، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې په ۲۰۲۴ کال اګست کې د ولسي پاڅون له امله د بنګلهدېش د لومړۍ وزیرې شیخ حسینې حکومت نسکور شو او نوموړې هند ته پناه یوړه.
































