د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د بګرام هوايي اډه اوس د چین تر کنټرول لاندې ده.
خلیلزاد پر خپل رسمي اېکس پاڼه ولیکل: »زه باور نه لرم چې دا راپور سم وي چې ګني کمونېست چین د بګرام ستراتیژیکه هوايي اډه پرمخ وړي. «
که څه هم نوموړي په څرګند ډول د ټرمپ نوم نه دی اخیستی، خو دا څرګندونې د هغه وروستیو ادعاوو ته غبرګون ښکاري.
ډونالډ ټرمپ له دې وړاندې څو ځله ادعا کړې چې چین اوس له بګرام اډې څخه ګټه اخلي، او د بګرام پرېښودل یې د امریکا ستره تېروتنه بللې. ټرمپ ټینګار کړی چې دا اډه د چین له اټومي تاسیساتو څخه یوازې یو ساعت لیرې موقعیت لري، او امریکا باید ترې نه وای وتلې.
زلمي خلیلزاد بیا دا ډول څرګندونې ناسمې ګڼي او وایي، شواهد نشته چې وښيي چین دا اډه پرمخ وړي. نوموړي دوه ورځې وړاندې یو راپور هم شریک کړی و چې پکې د چین احتمالي حضور ته اشاره شوې، خو ده ټینګار کړی چې دا ادعا نهشي تاییدولای.
بګرام هوايي اډه چې د کابل شمال ته پرته ده، نږدې شل کاله د امریکايي ځواکونو اصلي پوځي مرکز و. ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال دې اډې ته سفر هم کړی و.
































