د امریکا په نیویارک او نېواډا ایالتونو کې د ډزو دوو جلا پېښو خلک یو ځل بیا د ناامنۍ له وېرې سره مخ کړي دي. د راپورونو له مخې، په دغو پېښو کې څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
پرون د نیویارک ښار په منهاټن سیمه کې پر یوې ودانۍ وسلهوال برید وشو، چې په نتیجه کې یې یوه پولیس افسر وژل شوی او ۲ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
که څه هم تر اوسه د پېښې رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي، خو د CNN تلویزیون د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په دغه پېښه کې څلور کسان وژل شوي، چې یو پکې د پولیسو افسر هم دی.پولیسو ویلي، چې د پېښې پلټنې روانې دي او ژر به نور جزییات له رسنیو سره شریک شي.
له بلې خوا، د نېواډا ایالت د رینو ښار په یوه مشهوره کازینو (قمارخانې) کې وسلهوال کس ډزې وکړې، چې له امله یې درې تنه وژل شوي او ۲ نور سخت ټپیان دي.
پولیسو ویلي، چې بریدګر د امنیتي ځواکونو له خوا په ځوابي ډزو کې ټپي شوی دی او اوس تر درملنې لاندې دی. په پېښه کې یو پولیس هم برسېرن ټپي شوی دی.
د دواړو بریدونو اصلي انګیزې تر دې دمه نه دي معلومې، خو پولیسو د دواړو پېښو پلټنه پیل کړې.
























