بلغاریايي چارواکي وايي، د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو له لوري په چاریوو سیمه کې د یوه بار وړونکي موټر د پلټنې پر مهال ۲۴ افغان کډوال نیول شوي دي. د چارواکو په وینا، د نیول شویو کسانو عمرونه له ۱۵ څخه تر ۵۷ کلونو پورې دي.
بلغاریايي رسنیو راپور ورکړی، چې دغه کسان شاوخوا دوه ورځې وړاندې نیول شوي او د پېژندنې لپاره یې د جواز لرونکو ژباړونکو مرسته اخېستل شوې ده. نیول شوې ډله د چاریوو د پولیسو ریاست ته انتقال شوې او د موقتي استوګنې ځای ورکړل شوی دی.
د بلغاریا د سرحدي ځواکونو عمومي رییس انټون زلاتانوف ویلي، چې د بلغاریا ـ ترکیې پولې په ختیځو سیمو کې د کډوالو د تېرېدو هڅې زیاتې شوې دي او ډېری یې هڅه کوي د سیندونو له لارې دغه پوله پرې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په همدې ورځو کې د بلغاریا په لوزینیټس سیمه کې هم ۲۴ نور افغان کډوال له یوه بس څخه نیول شوي دي.

































