د غزې د روغتیا وزارت وایي، د سېشنبې له سهار راهیسې د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۵ فلسطینیان شهیدان شوي دي. په شهیدان شویو کسانو کې هغه ۳۲ تنه هم شامل دي چې د مرستو ترلاسه کولو په تمه وو.
دغه وزارت زیاتوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د درې ماشومانو په ګډون ۱۳ نور فلسطینیان د لوږې او خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.
د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې د لوږې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۶۱ ته رسېدلی دی، چې ۱۳۰ ماشومان هم پهکې شامل دي.




























