ملي دفاع وزارت تېر شپه ناوخته په خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت هوايي ځواکونو د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې ټولټال ۱۵۵ الوتنې ترسره کړي او ۱,۹۰۱ تنه وګړي یې لېږدولي دي.د وزارت د معلوماتو له مخې، د هوايي ځواکونو الوتکو په لومړۍ ورځ د ۸۳ پروازونو پر مټ ۱,۰۰۰ تنه وګړي انتقال کړي دي. په دویمه ورځ بیا د ۷۲ پروازونو له لارې ۳۶۱ ټپیان، ۵۴۰ د ټپیانو ملګري او د خدماتي ډلې کسان د لس زره کیلو ګرامه وزن له توکو سره یو ځای انتقال شوي دي.ملي دفاع وزارت د دغو عملیاتو په اړه نور جزئیات نه دي وړاندې کړي.






























