شمالي کوریا د امریکا او سوېلي کوریا لهخوا د روانې میاشتې په ۱۸مه نېټه د ګډو پوځي تمرینونو د پیل اعلان «پوځي پاروونه» بللې او د غچ اخیستلو خبرداری یې ورکړی دی.
د شمالي کوریا د دفاع وزیر ویلي، د پوځ د دې اعلان شویو ۱۱ ورځنیو تمرینونو پر وړاندې د ملي امنیت د ساتنې ماموریت لري او هر ډول ګواښ ته به ځواب ورکړي.
تمه کېږي چې امریکا او سوېلي کوریا د اګسټ له ۱۸مې نېټې څخه په لویه کچه ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي، خو د خرابې هوا له امله د تمرینونو یوه برخه راتلونکې میاشت ته ځنډول شوې ده.
شمالي کوریا له اوږدې مودې راهیسې دغسې ګډ پوځي مانورونه د ځان پر وړاندې مستقیم ګواښ ګڼي او پر دوی غبرګون ښيي.


























