د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني ویلي، چې د دې هېواد حکومت د کډوالو پر ضد نظر نه لري او له ټولنیزو رسنیو سره د خپرو شوو شایعاتو برخلاف، بهرني وګړي په عزت او درناوي له ایران څخه اېستل کېږي.
مومني زیاته کړې، چې د بهرنیانو له وتلو وروسته د ډوډۍ په راکړه ورکړه کې شپږ سلنه کموالی راغلی، ځکه د بهرنیانو د ډوډۍ خوړلو منځنۍ کچه لوړه وه. نوموړي همداراز یادونه کړې، چې ایران د نورو کډوالو د منلو وس نه لري.
د ایران د کورنیو چارو وزیر د خپلو تازه څرګندونو ترڅنګ، څو ورځې وړاندې هم ویلي وو چې افغانان په عزت سره هېواد ته ستنېږي. د ایران په وینا، اوس مهال په دې هېواد کې شاوخوا شپږ میلیونه افغانان مېشت دي چې دوه میلیونه یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
په ورته وخت کې، د ایران او پاکستان له لوري د افغان کډوالو جبري ایستنه په وروستیو میاشتو کې چټکه شوې ده. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د بشري حقونو څار سازمان خبرداری ورکړی، چې دا بهیر د افغانستان د بشري وضعیت د لا خرابېدو لامل کېږي.


































