د الجزیرې د خبري شبکې یو خبریال، چې د غزې له لومړۍ کرښې څخه یې راپور ورکاوه، د یکشنبې په ورځ د اسراییلو په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
د رویټرز خبري اژانس د غزې د چارواکو او د الجزیرې د شبکې په حواله راپور ورکړی، چې انسال شریف، ۲۸ کلن خبریال، د الجزیرې د څلورو خبریالانو او د هغوی د یوه مرستیال په ډله کې شامل و، چې د غزې په ختیځ ښار کې د شفا روغتون ته نږدې په یوه خیمه د برید له امله ووژل شول.
د یوه روغتون د چارواکي په وینا، په دې برید کې دوه نور کسان هم وژل شوي دي.






















