په غزه کې د فلسطیني مشهور فوټبالر سلیمان العبید تر وژل کېدو وروسته، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي فرانچسکا البانیز د یکشنبې په ورځ له اروپايي فوټبال فدراسیون (یوفا) وغوښتل، چې اسراییل د «جنګي او د بشریت ضد جنایتونو» له امله له ټولو نړیوالو سیالیو وباسي.
د فلسطین د فوټبال فدراسیون په وینا، ۴۱ کلن سلیمان العبید د چهارشنبې په ورځ هغه مهال ووژل شو، چې د اسراییل پوځ د غزې په سوېلي برخه کې د مرستې د وېش یوې سیمې ته د مرستو د ترلاسه کولو په تمه ولاړو ملکي وګړو باندې ډزې وکړې.
العبید چې د پنځو ماشومانو پلار و، د فلسطین د فوټبال د تاریخ له غوره لوبغاړو څخه ګڼل کېده او د غزې د خلکو په منځ کې یې پراخ شهرت درلود.




























