د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د راستنېدونکو د ځورونې په تړاو د یوناما وروستي راپور ته په غبرګون کې ویلي، چې په راپور کې داسې کلمې کارول شوې چې د مرستو پر ځای، د راستنېدونکو ترمنځ وېره خپروي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس، ضیا احمد تکل، په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یوناما د څو محدودو کسانو کیسې د ادعاوو پر بنسټ انځور کړې، خو په خبره یې، هېواد ته میلیونونه کسان راستانه شوي او دغه ډول قضیې غرضي بڼه لري.
د خبرپاڼې له مخې، د راپور د کره والي د څېړنې لپاره د بهرنیو چارو وزارت په مشرۍ، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت، کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو لوی ریاست په ګډون یو کمیسیون جوړ شوی دی، څو که راپور کره وي، اړوند ادارې پرې اقدام وکړي او که ناسم وي، له یوناما سپیناوی وغواړي.
سرچینه زیاتوي، دغه کمیسیون د زمري په ۱۴مه نېټه د یوناما استازي بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتي او ورته یې ویلي چې د راپور پر اوسنۍ بڼه دې غور وشي، او که دغه ډول راپورونه دوام ومومي، اسلامي امارت به هم مناسب اقدام وکړي.






















