اروپايي رسنیو راپور ورکړی چې د جرمني په ګوسترو ښار کې یوه افغان کډوال د خپلو دوو هېوادوالو پر وړاندې د چړې برید ترسره کړی دی. په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او بل سخت ټپي شوی دی.
د څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، برید د پنجشنبې ماښام د ښارګوټي په یوې استوګنیزې ودانۍ کې شوی، چېرې چې د افغان کډوالو یو کمپ موقعیت لري.
عیني شاهدانو ویلي، بریدګر چې ۲۳ کلن افغان دی، د ودانۍ په دویم پوړ کې پر خپلو هېوادوالو د چړې څو وارونه وکړل. په برید کې ۲۵ کلن ځوان ځای پر ځای مړ شوی، او بل کس ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوی دی.
د روستوک څارنوالۍ څرګنده کړې چې بریدګر اوس مهال د محاکمې تر پیل مخکې په توقیف کې دی. د یوه شاهد په وینا، نوموړي تر برید مخکې الکولي مشروبات څښلي وو.
دغه کمپ چې پېښه پکې شوې، د ګلاسویټزر چوسي واټ په اوږدو کې موقعیت لري او ډېری اوسېدونکي یې د افغانستان او سوریې کډوال دي.




























