پاکستاني چارواکي وایي چې د پنجاب ایالت په بېلابېلو برخو کې د وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي او ګڼ نور خلک له خپلو سیمو بېځایه شوي دي.
د چارواکو په وینا، د پنجاب په درېیو لویو سیندونو کې د اوبو د کچې د لوړېدو له کبله پراخ سېلابونه راوتلي او د اوبو په ځینو بندونو کې هم تر اړتیا ډېرې اوبه زېرمه شوې دي. د ښارونو د ژغورلو لپاره د اوبو ځینې بندونه قصداً مات شوي، خو دې چارې بیا لېرې پرتې کلیوالې سیمې تر سېلابونو لاندې کړې دي.
راپورونه ښيي چې د وروستیو څو اوونیو له سختو ورښتونو او سېلابونو سره ټول پاکستان اغېزمن شوی دی. یوازې په وروستیو بارانونو کې تر ۸۰۰ ډېر کسان مړه شوي، سلګونه زره نور بېځایه شوي او د خلکو د استوګنځایونو، کرنیزو ځمکو او زیربناوو پراخ زیانونه رامنځته شوي دي.
د ژغورنې ډلې د بېځایه شویو خلکو د ایستلو او مرستې لپاره هڅې پیل کړي دي، خو د اوبو د کچې د لا لوړیدو وېره اوس هم موجوده ده.










































