د پاکستان بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق دار د یو ورځني سفر لپاره کابل ته ورسېد او د هېواد بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره یي لیدلی دی. دواړو لورو پر دې ټینګار وکړ چې باید د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره هڅې لا زیاتې شي او همداراز د سوداګرۍ، ترانزیت او امنیت په برخو کې همکاریو ته پراختیا ورکړل شي، څو د دواړو ولسونو ګډې ګټې تضمین شي.د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامې په ترڅ کې ویلي، د دغه یو ورځني سفر پر مهال به د پاکستان، افغانستان او ازبکستان ترمنځ د یوه ګډ رېلپټلۍ د امکانسنجي مطالعاتو پر بنسټیز تړون لاسلیک وشي.هغوی دا هوکړه هم وکړه چې د سیمې د اقتصادي ودې د بشپړ ظرفیت د ترلاسه کولو لپاره به خپلو تماسونو ته دوام ورکوي، په ځانګړي ډول د هغو پروژو له لارې چې د سیمې ترمنځ نښلول رامنځته کوي.


























