د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رئیس مولوي مطیعالحق خالص د راسکانګرېس اقتصادي فورم په څنډه کې د «شاهین کور» له مرکز څخه لیدنه وکړه او د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت له استازي سره یې ځانګړې ناسته ترسره کړه.
د «شاهین کور» د لیدنې پر مهال روسي مسؤلینو د نایاب مارغانو د ساتنې، د استوګنځایونو د وضعیت او د خوړو د سرچینو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل. همدارنګه د روسیې د فدراسیون د سره لست ژو اړوند راپور هم له افغان پلاوي سره شریک شو.
ښاغلي خالص د وړاندې شویو معلوماتو ستاینه وکړه او د علمي او تخنیکي همکاریو د پراختیا پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
په ورته وخت کې نوموړي د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت له استازي ښاغلي حمید الکتبي سره هم وکتل. د دې لیدنې پر مهال د افغانستان د چاپېریالي وضعیت او د وحشي ژوو او مارغانو د ساتنې په اړه هر اړخیز بحث وشو.


























