عربي ورځپاڼې ګلف نیوز لیکلي چې د متحده عربي اماراتو ولسمشر، شیخ محمد بن زاید آل نهیان، د لارښوونې پر بنسټ د دغه هېواد د ګډو عملیاتو قوماندانۍ د افغانستان له زلزلهځپلو خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د راپورونو له مخې، د شنبې په ورځ یوه مرستندویه الوتکه افغانستان ته ورسېده چې د ختیځو ولایتونو د زلزلهځپلو خلکو لپاره ۴۰ ټنه خوراکي توکي او نور ضروري وسایل په کې بار وو.
سربېره پر دې، د اماراتو ولسمشر امر کړی چې د بېړنیو بشري مرستو یوه کښتۍ هم افغانستان ته واستول شي. ویل کېږي چې په دې کښتۍ کې خوراکي توکي، د استوګنې وسایل او طبي مواد ځای پر ځای شوي دي.
متحده عربي اماراتو د ګډو عملیاتو قوماندانۍ تېره چهارشنبه په رسمي ډول د افغانستان له زلزلهځپلو خلکو سره د مرستې ماموریت پیل کړی دی.


























