د غزې روغتیايي چارواکي وایي چې د شنبې په ورځ د اسرائیلي پوځ د بمباریو او بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۱۰ فلسطینیان د غزې په بېلابېلو سیمو کې وژل شوي دي.
راپورونه زیاتوي چې له وژل شویو کسانو څخه ۳۴ تنه هغه مهال ژوند له لاسه ورکړ، چې د سویلي رفحه ښار په الشکوش سیمه کې د یوې امریکایي ملاتړې خیریه موسسې د خوراکي مرستو د ترلاسه کولو لپاره کتار کې ولاړ وو.
د الجزیرې ټلوېزیوني شبکې د عیني شاهدانو له قوله لیکلي، چې اسرائیلي ځواکونو مستقیمې ډزې وکړې، هغه مهال چې لسګونه فلسطینیان د “غزې انساني بنسټ” خیریه مرکز مخې ته راټول شوي وو.
د دغه بریدونو د قربانیانو کره شمېره لا هم د بدلون وړ ده، خو سیمهییزې سرچینې وایي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دا تازه تاوتریخوالی په داسې حال کې روان دی، چې نړیوالو بنسټونو پر اسرائیل غږ کړی د ملکي خلکو خوندیتوب ته جدي پام وکړي او بشري مرستو ته د خنډ جوړولو څخه ډډه وکړي.
































