د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې (FIA) اعلان کړی چې د افغان وګړو لپاره د برېښنايي ویزو د صادریدو په بهیر کې د درغلۍ او بډو اخیستو په تور یو شمېر لوړپوړي حکومتي چارواکي نیول شوي دي.
د راپورونو له مخې، د څېړنو په ترڅ کې د انساني قاچاق ضد ادارې دوه کارکوونکي او یو افسر د بډو اخیستنې له امله نیول شوي. د اېفاېاې عمومي مشر، په مشرۍ یوه ګډه څېړنیزه کمېټه هم جوړه شوې.
دا قضیه وروسته له هغه راپورته شوه، چې یوه پټه شبکه کشف شوه. یاده شبکه د جعلي اسنادو له لارې افغانانو ته د پاکستان برېښنايي ویزې صادروې. ویل کېږي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او استخباراتي ادارې (ISI) یو شمېر کارکوونکي هم په دې فساد کې ښکیل دي.
همداراز، څېړنو ښودلې چې د پولیسو یو شمېر افسران هم له دغې شبکې سره همکار وو، او د بډو اخیستو په بدل کې یې د افغانانو قضیې اسانه کړې دي. راپورونه وایي، دوه پاکستاني پولیس افسرانو د «زبیر» په نوم له یوه افغان شکمن نه پیسې اخیستې وې.
دغه څېړنې په داسې حال کې روانې دي، چې تېرې اوونۍ هم FIA د ویزو د درغلۍ یوه بله شبکه نیولې وه. د دغې شبکې له لوري افغانانو ته د جعلي اسنادو له لارې برېښنايي ویزې صادرېدې.
په ورته وخت کې، په پاکستان کې مېشت افغانان له دې امله شکایت لري چې د ویزو د تمدید بهیر له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې درېدلی او هېڅ نوی پرمختګ نهدی شوی.
























