د افغانستان د پوهنې وزارت اعلان کړی، چې هغه ماشومان او زدهکوونکي چې له ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي، به د هېواد په ټولو تعلیمي بنسټونو کې جذب شي.
وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د راستانه شوو افغان مهاجرینو اولادونه به په ټولو رسمي دولتي مکاتبو، دارالعلومونو، مدرسو او خصوصي ښوونیزو مؤسسو کې شامل کړل شي، څو وکولی شي له هر ډول خنډ او ځنډ پرته خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې دا بهیر به شفاف او له توپیر پرته عملي کېږي، او د معارف وزارت هڅه کوي چې بېرته راستانه شوو کورنیو ته د زدهکړې زمینه په چټک ډول برابره کړي.
یاد اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې زرګونه افغانان د ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي او د خپلو ماشومانو د زدهکړې له نه دوامه اندېښنه لري.


































