د مسکو په سفارت کې د افغانستان مستشار عبدالله یاسر ویلي، چې د بېلاروس په زندانونو کې شاوخوا ۶۰ افغانان بندیان دي او د هغوی د خوشې کېدو لپاره هڅې روانې دي.
یاسر له رسنیو سره په مرکه کې څرګنده کړې، چې تمه ده ډېر ژر د دغو افغانانو د برخلیک په اړه یوې پایلې ته ورسېږي.
په روسیه کې د افغانستان سفارت هم ویلي، چې د عبدالله یاسر په مشرۍ یو پلاوی بېلاروس ته استول شوی، څو د افغان بندیانو د وضعیت ارزونه وکړي او له اړوندو چارواکو سره خبرې وکړي.
په دې وروستیو کې بېلاروس د هغو افغانانو د نیونې لړۍ پراخه کړې، چې د اروپایي هېوادونو پر لور د تګ هڅه کوي. چارواکي وایي، د دغه هېواد پلان لري چې بندي افغانان بېرته افغانستان ته واستوي.
افغانستان–مسکو، مسکو–بېلاروس او بیا بېلاروس–پولنډ هغه قاچاقي لارې دي چې ګڼ افغان کډوال یې د اروپا د رسېدو لپاره کاروي. د دې لارو پر مهال ډېری کسان د پولیسو له خوا نیول شوي او یا یې ژوند له لاسه ورکړی دی؛ خو له دې سره سره د اقتصادي او سیاسي ستونزو له امله ګڼ افغان ځوانان لا هم د خطرناکو لارو له لارې د ښه ژوند په هیله سفر ته زړه ښه کوي.






















