د ایران ستر مذهبي مشر ایتالله علي خامنهيي ویلي، چې د دې هېواد او امریکا ترمنځ د اټومي پروګرام په تړاو روانه ترینګلتیا نه حل کېدونکې ده.
خامنهيي ټینګار کړی، ایران به هېڅکله امریکا ته تسلیم نه شي.
هغه دا څرګندونې داسې مهال کړې دي چې ایران د لویدیځو هېوادونو سره د خپل اټومي پروګرام په اړه له اوږدمهاله جنجالونو سره مخ دی.




























