د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ ویلي، چې اروپايي ټولنه د افغانستان له چارواکو سره د روږدو د درملنې او راستنېدونکو افغانانو د کارموندنې په برخو کې د همکارۍ لپاره چمتو ده.
اغلې بوسکوویچ دغه څرګندونې د ریاستالوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره د یوې رسمي کتنې پر مهال کړې دي. د کتنې په ترڅ کې دواړو لورو د کډوالو د پروسې د مدیریت او د بشري مرستو د همغږۍ پر موضوعاتو هم بحث کړی دی.
د ریاستالوزراء د اداري مرستیال دفتر په وینا، ښاغلي حنفي د اروپايي ټولنې له خوا له زلزلېځپلو او بېرته راستنېدونکو افغانانو سره د مرستو مننه کړې او د لا زیاتو همکاریو غوښتنه یې کړې ده.بلخوا، د تېرو څو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو جبري بېرته ستنول زیات شوي، او ګڼو نړیوالو مرستندویو ادارو د دغو کسانو د ملاتړ ژمنې کړي دي.


























