د جرمني په پلازمېنه برلین کې د افغان او سوریایي کډوالو ترمنځ نښته شوې چې په ترڅ کې یې یو ۲۰ کلن ځوان د چړو د برید له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
د برلین پولیس وایي، “یوه شاوخوا ۱۵ کسیزه ډله پر درې کسانو برید وکړ. په دې برید کې یو ۲۰ کلن ځوان په چړو سخت ټپي شو او وروسته په روغتون کې مړ شو. د درې کسیزې ډلې دوه نور غړي سرسري ټپیان شوي دي.”
راپورونه ښيي چې دغه پېښه د هومبولتفوروم هنري او کلتوري مرکز ته څېرمه شوې ده.
پولیسو د وژل شوي او ښکېلو کسانو د هویت په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړي. د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، د نښتې په اړه ضد و نقیض خبرونه خپاره شوي دي. ورځپاڼې «تاګساشپیګل» لیکلي چې یوې ۱۵ کسیزې سوریایي ډلې پر درې افغانانو برید وکړ، خو «بیلد» او «ولت» بیا ویلي چې برید کوونکي درې سوریایان وو او افغانان ۱۵ کسان وو.
د څارنوالۍ په وینا، د پېښې د څرنګوالي او عاملانو د پېژندلو لپاره پلټنې روانې دي.
د جرمني رسنۍ زیاتوي چې د اګسټ میاشت کې هم د افغان او سوریایي کډوالو ترمنځ په همدې سیمه کې نښته شوې وه چې شپږ کسان په کې ټپیان شوي وو.
















