د پاکستان پوځ وايي، د خېبرپښتونخوا په سوېلي وزیرستان او دېر کې د پوځیانو او وسلهوالو مخالفانو ترمنځ خونړیو نښتو کې لږ تر لږه ۱۹ پوځیان وژل شوي دي.
د پوځ د خبرپاڼې له مخې، لومړۍ پېښه د سوېلي وزیرستان په بدړ غرنۍ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د پوځیانو پر کاروان وسلهوالو برید وکړ. په دې جګړه کې ۱۲ پوځیان او ۱۳ وسلهوال مخالفان وژل شوي دي.
د دغه برید مسوولیت پاکستاني طالبانو (TTP) منلی دی او ادعا یې کړې چې له پوځیانو یې وسلې او بېپیلوټه الوتکې (ډرون) هم نیولي دي.
د پوځ په وینا، دوهمه نښته د لوړ دېر په سیمه کې شوې، چې پکې ۷ پوځیان او ۱۰ وسلهوال مخالفان وژل شوي دي. پوځ زیاتوي چې دغه نښته هغه مهال رامنځته شوه چې د وسلهوالو یو پټنځای کشف شو.


























