د امریکا د خبري شبکې “سياېناېن” د باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د یوه احتمالي پلان ارزونه کوي، چې له مخې به یې ایران ته د ۳۰ میلیارده ډالرو د ترلاسه کولو اجازه ورکړل شي، څو دا هېواد وکولای شي خپل سولهییز اټومي پروګرام تمویل کړي.
راپور زیاتوي، چې د دې پلان یوه برخه د بندیزونو نرمول او د ایران کنګل شوې شتمنۍ خوشې کول دي، څو تهران بېرته د خبرو مېز ته راوګرځي.
د باخبرو سرچینو په وینا، د امریکا او منځني ختیځ یو شمېر چارواکو، آن د ایران او اسرائیل ترمنځ د تېرو دوو اونیو نظامي بریدونو پر مهال، له ایراني چارواکو سره پټ تماسونه نیولي دي، او دا خبرې اوس هم د دواړو لورو ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته دوام لري.


















