د پاکستان اېکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، د دغه هېواد په پنجاب ایالت کې د موسمي بارانونو له امله په بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه ۷ کسان مړه شوي او ۴۶ نور ټپیان شوي دي.
راپور زیاتوي، چې د چت پرېوتو له امله یوازې د چونیان په قصور ولسوالۍ او بهاولنګر سیمو کې دوه ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سختو ورښتونو له امله په ځینو سیمو کې د برېښنا مزي پرې شوي، او په لاهور ښار کې یې د الوتنو پر مهالوېش هم منفي اغېز کړی دی.
په ورته وخت کې د پاکستان د هواپوهنې ادارې خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې به شړکنده بارانونه دوام وکړي، چې له امله یې د سېلابونو د راوتو احتمال هم شته.


















